ایکناخبری آژانس د ګارډیّن له قوله راپور راکړ، په انګلستان کې یوې خیریه موسیسې WHO IS HUSSAIN) ) له درې په میاشتو وروسته چې د انګلستان د ورغتیائي چارو وزارت دیونې له ډالۍ کونکو وغوښتل څو لازیاته وینه ډالۍ کړي، په یوې ورځې کې د وینې ډالۍ کولو نړیوال ریکارډ مات کړ.
دنړۍ په سویه د ثبتولو دغه پخپلې خوښې هڅه،په اګست میاشت کې د (WHO IS HUSSAIN)) نومې اسلامی موسیسې له خوا پیل شوه. په دغه کمپاین کې چې #GlobalBlood Heroes (دوینې دډالۍ کونکو نړیوال اتلان ) نومیږي،په درست انګلستان کې دوینې ډالۍ کونکو مرکزونو او د آرژانتین ، عراق او تایلینډ پشمول په ۲۷نورو هیوادونو کې نورو لسګونو مرکزونو د وینې څه دپاسه اوه دیرش زره کسانو څخه وینه په ډریپونو کې غونډه کړه . د وینې ډالۍ کول په نیوزیلینډ کې له یوه مرکزه پیل شوه او په متحده ایالاتو کې پاي ته ورسیده.
ددغې خیریه موسیسې مدیر منتظر راعي په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د وینې ډالۍ کول دنړیوال یو زړتوب عمل دی چې په درستې نړۍ کې خلک سره متحد کولی شي. ډير حیرانه یوو چې دوینې ډیره هدیه کونکو د لومړي ځل لپاره وینه ډالۍ کړې او ډيره ژمن شوي دي چې بیا ئې ډالۍ کړي او هیله مند یوو چې د راتلونکو کلونو لپاره هم دغه کار ته دوام ورکړي. په دغه کمپاین کې اوه دیرش زره اتلس کسانو وینه ډالۍ کړې چې په ۲۰۲۰کال کې ئې مخکینۍ ریکارډ ئې چې څلوردیرش زره اوه سوه دروړیشت تنه ؤ ،مات کړ.
ددغه نړیوال ریکارډ د ثبتولولپاره هڅه له محرم سره په یووخت ترسره شوه .منتظر راعي دغه راز زیاته کړې، هیڅ باؤر نه کیږي، چې فکر وکړو ،د حضرت امام حسین علیه السلام سرښیندونکي دوستۍ ډول چې څه دپاسه زر کاله مخکې ئې ژوند کوۀ،دتاریخ د وینې ډالۍ کونکي په ترټولو لوي کمپاین کې د ګډون لپاره د څه دپاسه اوه دیرش زره کسانو لپاره الهام بخښونکی شوی دی.
؛حسین څوک دی ، نومې اداره یوه ولسی او خصوصي موسیسه ده چې خپله موخه ئې ، د حضرت امام حسین علیه السلام د سیرت او میراث په باب دخلکو پوهوَّل اعلان کړې ده .